انصار: (د تله ۱ )، یو شمېر رسنۍ وایي، چې د ترکیې په استانبول کې کابو۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي تر نیول کېدو وروسته د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
بي بي سي په یوه راپور کې د ځینو پناه غوښتونکو د ویډیوګانو له مخې چې دوی ته یې لېږلي ویلي،چې د ترکیې حکوکت د ناسمې اوازې د خپراوي پر اساس یاد افغانان ونیول.
سرچینې د افغان پناه غوښتونکو په حواله لیکلي، چې تر نیول کېدو دوه ورځې وړاندې د حکومت له لوري غیرقانوني افغانانو ته د استوګنې د اسنادو د ورکړې اوازه خپره شوه، چې پر اساس یې په زیات شمېر افغانان راټول او په ډله ییز ډول ونیول شول.
د ترکیې حکومت د دې موضوع په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.
تر ا وسه دا هم معلومه نه ده چې دغه افغان پناه غوښتونکي به کله افغانستان ته لېږل کېږي.
د یادونې ده چې ترکیې په دې وروستیو کې د بې اسناده پناه غوښتونکو افغانانو د ویستلو لړۍ چټکه کړې ده.
دا ډله افغانان داسې مهال نیول کېږي، چې تېره ورځ له پاکستان او ایران نه هم د بې اسناده افغان کډوالو څه باندې ۳۰۰ کورنۍ وویستل شوې.
یادو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33565